بيجنګ30 ستمبر(اے پی پی)د چين پايه تخت بيجنګ كښې د پاكستان سفارتخانې كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو بهادرۍ او قربانيو ته د پېرزوينې وړاندې كولو سره د دفاع او شهيدانو ورځې په مناسبت سره يوه دستوره وشوه۔د چين پيپلز لبرېشن آرمي(ايئرفورس)ډپټي كمانډر ايئر مارشل جياژي ګانګ دستوره ك??ې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔په دستوره ك??ې د چين اعلٰی سول او پوځي چارواكو۔د سفارتي كور غړو٬دفاعي اتاشي٬مېډيا استازو٬د پاكستان كميونټۍ غړو او د سفارتخانې افسرانو پشمول نور?? مېلمنو په لوي شمېر ګډون وكړو۔بيجنګ كښې د پاكستان سفارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د دستورې پېل د قامي ترانې څخه وشو ٬ د دې نه پس د خوږ هېواد دفاع له د خپلو ځانونو قربانۍ وړاندې كوونكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د لږ وخت لپاره خاموشي اختيار كړی شوه۔په چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي دستورې ته خطاب كښې د دفاع ورځ په اه??يت رڼا اچولو سره د هېواد دفاع كښې د پاكستان پوځ ځوانانو بهادرۍ٬عزم او لازواله قربانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔سفير خليل هاشمي د پاكستان او چين ترمينځه قوي روابط او په خاص توګه دفاعي څانګه ك??ې په شراكتدارۍ او مرسته زور راوړو ۔ده ووئيل پاكستان چين سره خپلو قوي اړيكو ته ډېر اه??يت وركوي او په منطقه ك??ې د امن او سلامتيا شريك اهداف مخ په وړاندې بوتللو له عزم لري ۔په دستوره ك??ې د كال 1965 جنګ په پېښو پريزنټيشن هم وركړے شو چې پكښې د پاكستان وسله والو ځواكونو د بهادرۍ كارنامې شاملې وې۔په دې موقع يو دستاويزي فلم هم وښودلې شو چې پكښې د پاك پوځ كاميابو٬ د طبعي آفتونو مخ نيوي له مرسته٬امن مشن او سيمه ايز استحكام كښې د هغوي كردار رامخې ته ك??و۔(
Nguồn bài viết : Thống kê 2 số cuối giải đặc biệt theo năm